د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د والیبال لس ورځنۍ لوبې پاى ته ورسیدې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت د ورزش او بدنی روزنی د آمریت په لارښوونه د والیبال فډراسیون له لوری د شاجوی ولسوالی اړوند چینو کلی کې د والیبال لوبی چې لس ورځې وړاندې د لسو لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د چینو والیبال لوبډلې په اتلولی پاى ته ورسېدې.
د زابل د ورزش آمر ویلی، چې د یادو لوبو پایلوبې ته دچینو والیبال ساتونکو او عبدالستار لوبډلو لار پیدا کړه چې ۳-۲ میدانونو په توپیر د چینو والیبال ساتونکو لوبډلې په بریا پاى ته ورسېده او د دې لوبو اتلولی یې خپله کړه.
د مسوولینو په خبره پاى کې ګټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته کپونه، مډالونه، ستاینلیکونه او ورزشی توکی هم د ورزش آمریت له خوا ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.