د زابل ښاری محکمې نهو متهمینو ته تعزیری سزا ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت د مرافعه او ښاری محکمې په انګړ کې د یوې ښځې په ګډو نهو کسانو ته د غلا، نامشروع اړیکو او غیر شرعی واده کولو د جرمونو په اساس، د ښاری محکمې ریاست د جزا دېوان په حکم تعزیری سزا ورکړل شوه.
د خبر پر بنسټ، یاد تعزیرات په داسې حال کې ترسره شو، چې د زابل ولایت د مرافعه محکمې رییس، د ښاری محکمې رییس، د مرافعه او ښاری محاکمو ټولو قضایی او اداری کارکوونکو او ګڼ شمېر مراجعینو شتون درلود.
خبر زیاتوی، چې دغو محکوم شویو کسانو ته د تعزیر ورکړې پرمهال د مرافعه محکمې رییس په اسلامی نظام کې مجرمینو ته د تعزیراتو ورکولو پر اهمیت او د ټولنې پر اصلاح مفصلې خبرې هم ترسره کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.