کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل کرنې ریاست ویلی، چې د خوړو او کرنې نړیوالو سازمانونو پر مټ یې د زابل دریو ولسوالیو کې ۹ زره ۳۰ تنو ته د خوارکی توکو خوندیتوب، د وچکالۍ اغېزې کمولو، کرنیزو ځمکو د تخریب مخینوی او اوبو مهارولو برخه کې کاری زمینې مساعدې کړې دی.
د خبر پر بنسټ، د زابل کرنې رییس ویلی، چې دغه کسان د چک ډیمونو، ګودرونو او کاریز خولې جوړولو برخو کې هم پر کار بوخت شوی دی.
د ده په خبره، دا پروژه د ۹ لکه امریکایی ډالرو ارزښت لری او په یوه میاشت کې به تطبیق شی.
کاریګرو هم په دغه بوختیا باندې خوښی څرګنده کړې ده.
دغه ځوانانو ته په داسې مهال د کاری زمینې د برابرېدو خبر ورکول کیږی، چې دې وروستیو کې ګڼ شمېر افغانان د کاری زمینې نشتون له امله سر ټکوی، چې ډېری یې د همدې ستونزو له امله نورو هېوادونو ته هم په قاچاقی لارو مخه کړې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ