معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګونو لویه لار د منتظرو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

د سالنګونو لویه لار د منتظرو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس ویلي، چې د سالنګونو لویه لار د شمالي او جنوبي سالنګونو په اوږدو کې د منتظرو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

د نوموړي په وینا، دغه لار د واورې اورښت، توپان او د احتمالي انساني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې وه، خو له هڅو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

حق‌ شناس ویلي، د واورې اورښت لا هم دوام لري او د شرایطو له ښه کېدو سره سم به لار د لویو او کوچنیو وسایطو پر مخ هم پرانیستل شي.

د ټولګټو وزارت ویاند له مسافرو غوښتنه کړې، چې پر دغه لار د تګ – راتګ پر مهال له پوره احتیاطه کار واخلي او د اړوندو ادارو لارښوونې عملي کړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس