د سالنګونو لویه لار د منتظرو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس ویلی، چې د سالنګونو لویه لار د شمالی او جنوبی سالنګونو په اوږدو کې د منتظرو وسایطو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

د نوموړی په وینا، دغه لار د واورې اورښت، توپان او د احتمالی انسانی او مالی زیانونو د مخنیوی په موخه د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې وه، خو له هڅو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

حق‌ شناس ویلی، د واورې اورښت لا هم دوام لری او د شرایطو له ښه کېدو سره سم به لار د لویو او کوچنیو وسایطو پر مخ هم پرانیستل شی.

د ټولګټو وزارت ویاند له مسافرو غوښتنه کړې، چې پر دغه لار د تګ – راتګ پر مهال له پوره احتیاطه کار واخلی او د اړوندو ادارو لارښوونې عملی کړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.