معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګونو لویه لار د واورې اورښت له امله وسایطو پرمخ وتړل شوه

د سالنګونو لویه لار د واورې اورښت له امله وسایطو پرمخ وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.

د دوی په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې چارې ترسره کوي.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي او د هېواد په اقتصادي او ترانسپورټي اړیکو کې ځانګړی اهمیت لري.

د لارې د بیا پرانیستلو په اړه نور جزییات تر دې دمه نه دي ورکړل شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس