د سالنګونو لویه لار د واورې اورښت له امله وسایطو پرمخ وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د سالنګونو لویه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل شوه.

د دوی په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکی د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې چارې ترسره کوی.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان شمالی ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوی او د هېواد په اقتصادی او ترانسپورټی اړیکو کې ځانګړی اهمیت لری.

د لارې د بیا پرانیستلو په اړه نور جزییات تر دې دمه نه دی ورکړل شوی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.