کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلی، د سالنګ لویې لارې د درېیمې برخې د بیارغونې چارې پیل شوې دی.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې د لویې لارې دغه برخه له خنجان ولسوالۍ څخه تر دوشی ولسوالۍ پورې غځیږی، ۲۱ اشاریه ۳ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره سور لری.
د دې برخې د بیارغونې په چارو کې مصنوعی ودانۍ، د پلونو او پلګوټو، کانکریټی خنډونو او استنادی دېوالونو رغونه په پام کې نیول شوی دی.
د ټولګټو چارو وزارت چارسمبالی د دې لویې لارې د بیارغونې د چارو د پرانیستې پرمهال له ۱۶ نمبر تونل او ګالرۍ څخه هم لیدنه کړې او قراردادی شرکت ته یې د ګړندی کار، ښه کېفیت او په خپل وخت د بشپړېدو په اړه سپارښتنې کړې دی.
د سالنګ د لویې لارې د ۸۰ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې شاوخوا درې میاشتې مخکې پیل شوې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ