کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د درنې واورې اورېدو له امله د تېرې شپې ۷ بجو راهیسې د هر ډول تګ – راتګ لپاره تړل شوې.
د یاد وزارت ویاند اشرف حق شناس ویلی، دا لار به تر راتلونکې خبرتیا پورې بنده وی او له خلکو یې غوښتنه کړې، چې د سفر کولو څخه ډډه وکړی، څو د احتمالی خطرونو سره مخ نه شی.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د واورې او باران اورېدو اټکل کړی دی.
د سالنګ لویه لار د افغانستان د شمالی او جنوبی ولایتونو ترمنځ مهمه ترانزیټی لاره ده، چې د سختو ژمنیو شرایطو له امله یې د واورې اورښت وخت ناوخت د ترافیکو پر مخ بندوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ