معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله وتړل شوه

د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د سختې واورې اورښت او توپان له امله د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دغه لار تېره شپه ۱۱ بجې د احتمالي مالي تلفاتو او ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه بنده شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل هڅه کوي، څو د هوا له ښه کېدو سره سم لار بېرته د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیزي.

د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لار له سفر کولو ډډه وکړي، څو له خطرونو خوندي پاتې شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس