د سالنګ لویه لار د سختې واورې او توپان له امله وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د سختې واورې اورښت او توپان له امله د مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، دغه لار تېره شپه ۱۱ بجې د احتمالی مالی تلفاتو او ترافیکی پېښو د مخنیوی په موخه بنده شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې د سالنګونو د ساتنې او مراقبت پرسونل هڅه کوی، څو د هوا له ښه کېدو سره سم لار بېرته د هر ډول وسایطو پر مخ پرانیزی.

د ټولګټو وزارت له هېوادوالو غوښتنه کړې، چې تر راتلونکې خبرتیا پورې دې د سالنګ پر لار له سفر کولو ډډه وکړی، څو له خطرونو خوندی پاتې شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.