د سالنګ لویه لار د سخت توپان او واورې له امله وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۷ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټول ګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس ویلی، چې د سالنګ لویه لار د سخت توپان او پرلپسې واورو له امله د ترافیکو پر مخ بنده شوه.

نوموړی پر خپلې ایکس پاڼې لیکلی، دغه لار تېره شپه دوه بجې د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو لپاره موقتاً تړل شوې ده.

حق‌ شناس زیاته کړې، چې د ټول ګټو چارو وزارت تخنیکی ټیمونه د لارې پاکولو لپاره هڅې کوی او که هوا ښه شی، لار به ژر د ترافیکو پر مخ پرانیستل شی.

دغه وزارت له خلکو غوښتی، چې د وضعیت تر عادی کېدو پورې دې له سفر کولو ډډه وکړی او رسمی خبرتیاوو ته دې پام وکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.