کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال له لوری پرانیستل شوې.
د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې او پاخه کولو چارې چې هېواد له منځنۍ آسیا سره نښلوی، د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال، د ټولګټو وزیر، د پروان والی، د بغلان ولایت رهبرۍ، د مېدان وردګو ولایت والی د سالنګونو د څار او ساتنې رییس او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عمومی رییس تر څنګ د یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال د سالنګ پروژې پیل د هېواد د اقتصادی جریان د ښه والی لپاره یوه ستره پروژه وبلله.
د نوموړی په خبره تر قوش تېپې ملی کانال وروسته دا دوهمه لویه ملی او اقتصادی پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ – راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شی.
دغه غونډه کې ځایی امنیتی مسوولینو د وسایلو او کارکوونکو لپاره د بشپړ امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړ.
د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالی او جنوبی سالنګونو کې د افغان حکومت په ملاتړ د خصوصی سکټور له لوری د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالی سره د دوو کلونو په موده کې بشپړیږی، چې زرګونو کسانو ته به په کې کاری فرصتونه هم برابر شی.
د سالنګونو لویې لارې پرمټ د هېواد پر ۹ شمالی ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره نښلیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ