کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ۲۹نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سالنگ لویه لار نن د یو شمېر لوړ پوړو حکومتی چارواکو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغې لارې پرانیست غونډې پرمهال د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال ویلی، یاده لویه لار به نه یوازې د هېواد پلازمېنه او شمالی سیمې سره ونښلوی، بلکې د منځنۍ او سویلی آسیا په نښلولو کې به هم مهمه ونډه ولوبوی.
نوموړی زیاته کړې، چې د سالنګ تونل د بدیلې لار په توګه د دوهم تونل پر جوړېدو هم خبرې روانې دی.
د اقتصادی مرستیال په وینا د تونل رغنیزې چارې د سرپرست حکومت له ملی بودیجې ترسره شوې دی.
سالنګ د هېواد یوه له مهمو مواصلاتی لارو ده، چې شمالی ولایتونه له مرکز کابل سره نښلوی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ