کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هېواد کې د سرطانی ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا څخه د افغان او کاناډایی ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته راغلې.
د مسوولینو په وینا یادو ډاکټرانو په علی آباد تدریسی روغتون کې ګڼ پېچلی عملیاتونه ترسره کړی دی.
۵۴ کلن ډاکټر، احمدشاه اشرفی چې د دغې ډلې یو تن دی، له دوو لسیزو زیاته موده یې په کاناډا کې د صدری جراحۍ برخه کې کار کړی.
نوموړی له خپلې شپږ کسیزې ډلې سره د علی آباد په تدریسی روغتون کې د صدری جراحی پېچلی عملیات ترسره کوی.
د احمد شاه اشرافی کاناډایی همکاران کابل ته له راتګه خوشالی څرګندوی او وایی، افغان روغتیاپالانو ورسره په بېلابېلو برخو کې ښې تجربې شریکې کړې.
په ورته مهال د علی آباد تدریسی روغتون مسوولین کابل ته د دغې روغتیایی ډلې له راتګه هرکلی کوی او له نورو روغتیاپالانو هم غواړی، چې د افغان ناروغانو درملنه کې ونډه واخلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ