کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۲سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال په مشرۍ د اقتصادی کمېسیون په نوبتی غونډه کې د سرو زرو د موقت صدور کړنلاره تایید شوه
یاده غونډه کې دغه راز نویو متقاضیانو ته د نوری فایبر د ملی جوازونو پر ورکړې، په دولتی ادارو کې د اوسنیو څراغونو پر ځای د اېل آی ډی څراغونو پر استفادې او یو شمېر نورو اقتصادی موضوعاتو خبرې شوې دی
د اقتصادی کمېسیون په غونډه کې همدارنګه نویو متقاضیانو ته د نوری فایبر د ملی جوازونو د ورکړې پر موضوع هم بحث شوی او تر هر اړخیز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت اړوند د اترا اداره دې نویو متقاضیانو ته د نوری فایبر ملی جوازونه د ملی ګټو په پام کې نیولو سره د نړیوالې داوطلبۍ له لارې ورکړی
ویل شوی چې په دې سره به د هېواد ټولو سیمو ته د نوری فایبر شبکه وغځیږی او هېوادوالو ته به په ارزانه بیه او ښه کېفیت انټرنټی خدمات وړاندې شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ