کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۷ مه نېټه):
آزادۍ راډیو د افغان اسلامی آژانس په حواله خپل یو راپور کې ویلی، د افغانستان سرپرست حکومت امیر په خپلې یوې وینا کې نیوکه کړې، چې نړیواله ټولنه د تعامل، رسمیت پېژندنې او مرستو په پلمه غواړی، اوسنی حکومت د اسلامی حدودو له تطبیق څخه وګرځوی.
د دغه راپور پر بنسټ امیر له امریکا سره تعامل د غلامۍ سره پرتله کړی او ټینګار یې کړی چې په هېڅ قیمت به د اسلامی حدودو له تطبیق څخه په شاه نشی.
په راپور کې د اوسنی حکومت د مشر په حواله ویل شوی چې نړۍ په افغانستان کې د بشری حقونو په پلمه د اسلامی شریعت نه پلی کېدل غواړی.
تر اوسه په رسمی بڼه د سرپرست افغان حکومت ویاندویانو د دغې راپور په اړه څه نه دی ویلی.
دې وروستیو کې د نړۍ ډېری هېوادونه او سازمانونه د اوسنی سرپرست افغان حکومت له وروستیو دوو پرېکړو، د نجونو کار او تحصیل په اړه خلاف شوی چې له امله یې ډېری مرستندویه بهرنیو نهادونو خپل کارونه هم ځنډولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ