معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست افغان حکومت امیر د پاکستاني حکومت قانون له اسلامي حدودو لرې او انګریزي بللی

د سرپرست افغان حکومت امیر د پاکستاني حکومت قانون له اسلامي حدودو لرې او انګریزي بللی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
پاکستاني طالبانو د سرپرست افغان حکومت امیرالمؤمنین ته منسوب یوه غږیزه وینا خپره کړې، چې په کې نوموړی د پاکستان اوسنی حکومتي قانون غیر اسلامي او انګرېزي بلليی.
دغه غږیزه وینا چې د کره والي په اړه یې تر اوسه افغان چارواکو نظر نه دی څرګند کړی، ټینګار شوی چې اوسنی افغان حکومت د اسلامي حدودو او چوکاټ برابر نظام دی.
یاده وینا کې تور پوری شوی چې غربي هېوادونه هڅه کوي، څو افغانستان کې یو سیکولر نظام رامنځته او ځان په کې خپلو شومو موخو ته ورسوي.
دغه زار یادو خبرو کې ټینګار شوی چې افغانان به هېچاته هم اجازه ورنه کړي چې د اسلام او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړي.
د پاکستان پر قانون په داسې مهال د نیوکو دغه غږیز کلیپ رسنیز کیږي، چې دې وروستیو کې مولانا تقي عثماني د پاکستان د حکومت پر خلاف جنګ حرام بللی و او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان حکومت د اسلام په چوکاټ کې د اسلامي اصولو سره سم مخته روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس