د سرپرست افغان حکومت امیر د پاکستانی حکومت قانون له اسلامی حدودو لرې او انګریزی بللی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۹ مه نېټه):
پاکستانی طالبانو د سرپرست افغان حکومت امیرالمؤمنین ته منسوب یوه غږیزه وینا خپره کړې، چې په کې نوموړی د پاکستان اوسنی حکومتی قانون غیر اسلامی او انګرېزی بللیی.
دغه غږیزه وینا چې د کره والی په اړه یې تر اوسه افغان چارواکو نظر نه دی څرګند کړی، ټینګار شوی چې اوسنی افغان حکومت د اسلامی حدودو او چوکاټ برابر نظام دی.
یاده وینا کې تور پوری شوی چې غربی هېوادونه هڅه کوی، څو افغانستان کې یو سیکولر نظام رامنځته او ځان په کې خپلو شومو موخو ته ورسوی.
دغه زار یادو خبرو کې ټینګار شوی چې افغانان به هېچاته هم اجازه ورنه کړی چې د اسلام او حکومت ترمنځ واټن رامنځته کړی.
د پاکستان پر قانون په داسې مهال د نیوکو دغه غږیز کلیپ رسنیز کیږی، چې دې وروستیو کې مولانا تقی عثمانی د پاکستان د حکومت پر خلاف جنګ حرام بللی و او ټینګار یې کړی، چې د پاکستان حکومت د اسلام په چوکاټ کې د اسلامی اصولو سره سم مخته روان دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.