د سرپرست افغان حکومت امیر کندهار کې د هېواد د اطلاعات او کلتور له رییسانو سره وکتل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۱مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼې کې ویلی، چې امیر یې تېره ورځ د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور له رییسانو سره لیدنه ترسره کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې دغه لیدنه کې د اطلاعات او کلتور وزیر، د اطلاعاتو او کلتور وزارت اداری او مالی معین، نشراتی معین، د ځوانانو چارو معین او د سرپرست افغان حکومت ویاند برخه لرله.
خبرپاڼه زیاتوی، چې یاده لیدنه کې د سرپرست حکومت امیر د ټولو ولایاتو د اطلاعات او کلتور رییسانو ته لازم هدایات او سپارښتنې وکړې او هغوی یې خپلو دندو او مکلفیتونو ته متوجه کړل.
دا لومړی وار دی، چې د سرپرست حکومت امیر د ټولو ولایاتو له اطلاعات او کلتور رییسانو سره لیدنه ترسره کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.