معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سرپرست افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیواله غونډه جوړیږي

د سرپرست افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیواله غونډه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۳۰ نېټه):
ملګري ملتونه وایي، راتلونکې میاشت به د افغانستان په تړاو نړیواله ناسته جوړه کړي، چې په کې به د دغه هېواد په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمینې محمد پرون د نړیوالو اړیکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلي، چې دا کنفرانس به راتلونکو دوو اونیو کې جوړیږي، خو هغې د دې ناستې کره نېټه او هېواد نه دی په ډاګه کړی.
بلخوا افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلي، چې دا کنفرانس د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړیږي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ویلي، چې له دې کنفرانس څخه موخه د سرپرست افغان حکومت رسمیت پېژندلو په موخه سلا مشورې کول دي.
هغې زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې به د نورو ترڅنګ د افغانستان په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون کوي.
دې ویلي، سرپرست افغان حکومت په رسمیت پېژندل غواړي او په دې کنفرانس کې به پر دې غور او بحث کیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس