د سرپرست افغان حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره نړیواله غونډه جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۳۰ نېټه):
ملګری ملتونه وایی، راتلونکې میاشت به د افغانستان په تړاو نړیواله ناسته جوړه کړی، چې په کې به د دغه هېواد په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړی استازی ګډون کوی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیاله آمینې محمد پرون د نړیوالو اړیکو په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال ویلی، چې دا کنفرانس به راتلونکو دوو اونیو کې جوړیږی، خو هغې د دې ناستې کره نېټه او هېواد نه دی په ډاګه کړی.
بلخوا افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه ټویټ کې لیکلی، چې دا کنفرانس د راتلونکې مې میاشتې په لومړۍ نېټه په قطر کې جوړیږی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې ویلی، چې له دې کنفرانس څخه موخه د سرپرست افغان حکومت رسمیت پېژندلو په موخه سلا مشورې کول دی.
هغې زیاته کړې، چې په دې کنفرانس کې به د نورو ترڅنګ د افغانستان په تړاو د ټولو هېوادونو ځانګړی استازی ګډون کوی.
دې ویلی، سرپرست افغان حکومت په رسمیت پېژندل غواړی او په دې کنفرانس کې به پر دې غور او بحث کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.