د سرپرست افغان حکومت له لوری یو شمېر نوې ټاکنې وشوې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د سرپرست افغان حکومت مرکزی ویاند ویلی، چې د حکومت د امیر د حکم په اساس څلور نوې ټاکنې شوی دی.
د خبر پر بنسټ، دغه حکم کې د رسنیو مرکز مخکینی مسوول قاری محمد یوسف احمدی، د ملی رادیو عمومی ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
دغه راز د بادغیس د فرامینو او احکامو د تعقیب او نظارت ریاست مخکینی رییس مولوی غلام محمد، د همدې ولایت د والی د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
همدارنګه د کندهار ولایت د مرکز د څلورمې امنیتی حوزې آمر مولوی محمد رفیق خادم، د اروزګان ولایت د امنیه قومندان په توګه مقرر شوی دی.
دغه خبر همدا راز زیاتوی، چې د اروزګان ولایت مخکینی امنیه قومندان ملا عبدالله بشیر د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ټاکل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.