د سریلانکا خلاف شل اوریزو لوبو ته د لوبغاړو نوملړ اعلان شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲۴ مه نېټه):

افغان کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.

د خبر پر بنسټ، افغان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، چې ابراهیم ځدراڼ به په دې لوبلړۍ کې د لوبډلې لوبډلمشر وی.

په اعلان شوې لوبډله کې رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، اسحاق رحیمی، ګلبدین نایب، محمدنبی، نجیب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کریم جنت، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقی، فرید احمد، نوین الحق، نوراحمد، وفادار مومند او قیس احمد شامل شوی دی.

د یادولو وړ ده، چې راشدخان، سلیم ساپی او مجیب الرحمن د ټپونو له امله په دې لوبلړۍ کې نه دی اخستل شوی.

په ورته مهال د سریلانکا کرکټ بورډ هم یادو سیالیو ته لوبډله اعلان کړې ده.

د دواړو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبلړۍ د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه پیلیږی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.