د سرې میاشتې ټولنې مرستیال د مرستو جلبولو لپاره قطر ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانی سرې میاشتې مرستیال ملا نورالدین ترابی د یو ۶ کسیز پلاوی په مشرۍ د قطر پلازمینې دوحې ته د بشری مرستو د جلب په موخه په رسمی سفر تللی دی.
د یادې ټولنې ویاند عرفان الله شرفزوی ویلی، چې نوموړی به د دې سفر پر مهال د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او د ملی ټولنو او خېریه بنسټونو له استازو سره وګوری.
د ده په وینا د یاد سفر په پلان شویو لیدنو کې به نوموړی له ګډونوالو سره د افغانانو بشری ستونزې او اړتیاوې شریکې کړی او د ګډو همکاریو د غوښتنې ترڅنګ به د افغانی سرې میاشتې له لارې د افغانستان له بېوزله وګړو سره د نغدی مرستو ترڅنګ د خوراکی او غیر خوراکی توکو د مرستو غوښتنې شریکې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.