معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سلما بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي

د سلما بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلي، چې په هرات کې د سلما برېښنا بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شي.

یاد شرکت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما د برېښنا بند د تولید کارخونې د درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړې او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به فعالیت پیل کړي.

د خبر پر بنسټ، د سلما برېښنا بند دوه توربينونه دمګړۍ فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برېښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کورنیو تولیدي کارخونو او د هغوی د اړوندو وسایلو ترمیم او ساتنه د برېښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس