د سلما بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو ویلی، چې په هرات کې د سلما برېښنا بند د درېیم توربین د فعالېدو چارې به ژر بشپړې شی.

یاد شرکت پرون په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د هرات د حوزوی څانګې عملیاتی کارکوونکو د سلما د برېښنا بند د تولید کارخونې د درېیم توربین د تخنیکی وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړې او ټاکل شوې، چې ډېر ژر به فعالیت پیل کړی.

د خبر پر بنسټ، د سلما برېښنا بند دوه توربینونه دمګړۍ فعال دی، چې د درېیم توربین په فعالېدو سره به د برېښنا په تولید کې د پام وړ زیاتوالى راشی.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د کورنیو تولیدی کارخونو او د هغوی د اړوندو وسایلو ترمیم او ساتنه د برېښنا شرکت له لومړیتوبونو څخه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.