د سمرقند غونډې ګډونوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی د یو ویډیویی پیغام له لارې سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته اغېزمنه او ګټوره بللې ده.
متقی دغه ویډیویی پیغام کې د یو شمېر مهمو موضوعاتو او د دغې ناستې د پایلو په اړه خبرې کړی.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دغې ویډیویی پیغام له لارې ویلی، چې د سمرقند غونډې ګډونوالو هېوادونو د افغانستان په تړاو مثبت نظر ورکړی او په دغه هېواد کې یې پانګونې په اړه لېوالتیا ښودلې.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په خپل پیغام کې وړاندې زیاته کړې، چې د ټولو هېوادونو نظرونه مثبت و او لېوالتیا یی وه چې په افغانستان کې په ښه بڼه ښکېلتیا ولری.
دغه ناسته دوه ورځنۍ وه چې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کې د افغانستان په تړاو سمرقند کې بحث او خبرې وکړې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.