معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سمنګانو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر مړه شوي دي

د سمنګانو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر مړه شوي دي

د سمنګانو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر مړه شوي دي
ایبک ښار- ګهیځ نیوز( د عقرب ۱۸ مه، ۱۴۰۱):
د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ځایې چارواکي وایي چې د “شباشک” د ډبرو سکرو په کان کې درې کارګر مړه شوي دي.
ځایي رسنیو د ولایتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاد کارګر په کان کې د “کاربن مونو اکسايډ ” ګاز د خپريدو له امله مړه شوي دي.
د دغه ولايت اړوند د بر دره صوف ولسوالۍ ولسوال محمد نسيم خيبر شکن، ځایي رسنیو ته ويلي چې د معدن کارګران د کار پر مهال مړه شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د شباشک د ډبرو سکرو کان د هېواد په کچه د ډبرو سکرو له لويو کانونو له ډلې څخه دی چې حکومت ترې تېر کال څه باندې درې ميليارده افغانۍ عوايد تر لاسه کړي وو او سل ګونه تنه پکې په کار بوخت وي.
تر دې وړاندې هم د تېر حکومت په دوران کې د سمنګانو ولایت د کانونو د خپل سر کېندنې په اړه اندېښنه ښودل شوې وه او ویل شوي و چې که په ‌دې ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د په خپل سر او غیر فني را ایستولو مخه و نه نیول شي، په کانونو کې به د کان کېندونکو تلفات نور هم زیات شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبري چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس