د سمنګانو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر مړه شوی دی

د سمنګانو په دره صوف کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې درې کارګر مړه شوی دی
ایبک ښار- ګهیځ نیوز( د عقرب ۱۸ مه، ۱۴۰۱):
د سمنګانو ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې ځایې چارواکی وایی چې د “شباشک” د ډبرو سکرو په کان کې درې کارګر مړه شوی دی.
ځایی رسنیو د ولایتی چارواکو له قوله راپور ورکړی چې یاد کارګر په کان کې د “کاربن مونو اکسایډ ” ګاز د خپریدو له امله مړه شوی دی.
د دغه ولایت اړوند د بر دره صوف ولسوالۍ ولسوال محمد نسیم خیبر شکن، ځایی رسنیو ته ویلی چې د معدن کارګران د کار پر مهال مړه شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د شباشک د ډبرو سکرو کان د هېواد په کچه د ډبرو سکرو له لویو کانونو له ډلې څخه دی چې حکومت ترې تېر کال څه باندې درې میلیارده افغانۍ عواید تر لاسه کړی وو او سل ګونه تنه پکې په کار بوخت وی.
تر دې وړاندې هم د تېر حکومت په دوران کې د سمنګانو ولایت د کانونو د خپل سر کېندنې په اړه اندېښنه ښودل شوې وه او ویل شوی و چې که په ‌دې ولایت کې د ډبرو سکرو د کانونو د په خپل سر او غیر فنی را ایستولو مخه و نه نیول شی، په کانونو کې به د کان کېندونکو تلفات نور هم زیات شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د ګهیځ له ټلیګرام خبری چینل سره یو ځای شئ⬇️
https://t.me/+AuWDZ2LArLI2MWE1

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.