د سوداګرۍ وزارت؛ را روان ژمی ته د ګازو لوړې بیې کنټرولوی

کابل/ګهیځ: نن سې شنبه(د تلې/میزان ۱۹مه او د اکټوبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکی وایی، له ایران سره یې افغانستان ته د اوبلن ګازو د واردولو په اړه خبرې کړې دی.
د یاد وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزی تېره ورځ د اوبلن ګازو له واردوونکو سره په لیدنه کې ویلی، هڅه کوی چې د راتلونکی ژمی پر مهال د ګازو د بیو د لوړېدو مخنیوی وکړی.
له سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سرپرست وزیر له قوله ویل شوی، چې په دې اړه یې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر له ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره د ګازو او نفتو د واردولو په اړه خبرې کړې دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، قمی په دغو خبرو کې ډاډ څرګند کړی چې ایران به له افغانستان سره د اوبلن ګازو د واردولو په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړی.
عزیزی له سوداګرو غوښتی، تر څو له ایران څخه د ګازو او له روسیې څخه د نفتو او ګازو د واردوونکو شرکتونو نوملړ ترتیب او ده ته یې و سپاری.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سرپرست حکومت له دې وړاندې له روسیې سره د نفتی او خوراکی توکو د پېرلو یو کلن قرارداد لاسلیک، چې وروسته بیا د سوداګرۍ او پانګونې خونې مدیره پلاوی غړی خانجان الکوزی وویل، چې دا قرارداد به کال وروسته دایمی شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.