کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ويلي، چې دغه اداره هڅه کوي څو د روژې په مبارکه میاشت کې د بازارونو په کنټرول سره د احتکار مخنیوی وکړي.
نورالدین عزیزي زیاته کړې، دوی تر دې دمه توانیدلي، چې نرخونه کنټرول کړي.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکي بیا له ټولو سوداګرو غوښتنه کوي، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د توکو په ځانګړې توګه د خوراکي شیانو بیې راټيټې کړي.
په تېرو کلونو کې به د روژې په میاشت کې د خوراکي توکو بيې په بې ساري ډول لوړېدې، خو سرپرست حکومت وايي، دوی به هېچاته اجازه ورنه کړي، چې توکي په لوړه بیه وپلوري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/