کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر ویلی، چې دغه اداره هڅه کوی څو د روژې په مبارکه میاشت کې د بازارونو په کنټرول سره د احتکار مخنیوی وکړی.
نورالدین عزیزی زیاته کړې، دوی تر دې دمه توانیدلی، چې نرخونه کنټرول کړی.
د پلازمېنې کابل اوسېدونکی بیا له ټولو سوداګرو غوښتنه کوی، چې د روژې په مبارکه میاشت کې د توکو په ځانګړې توګه د خوراکی شیانو بیې راټیټې کړی.
په تېرو کلونو کې به د روژې په میاشت کې د خوراکی توکو بیې په بې ساری ډول لوړېدې، خو سرپرست حکومت وایی، دوی به هېچاته اجازه ورنه کړی، چې توکی په لوړه بیه وپلوری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ