کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د سوریې نوی دولت مشر احمد الشرع الجولانی نن یکشنبه سعودی عربستان ته سفر وکړ.
یاد آژانس د خپلو سرچینو په حواله زیاته کړې، دا بهر ته د الجولانی لومړنی رسمی سفر و.
تر دې وړاندې د جنوری په ۲۴مه د سعودی عربستان د بهرنیو چارو وزیر دمشق ته د سفر پر مهال له احمدالشرع سره د کتنې په ترڅ کې ویلی وو، چې عربستان پر دمشق د بندیزونو د لرې کېدو په برخه کې له امریکا او اروپایی هېوادونو سره په خبرو بوخت دی.
یاده دې وی، چې سوریه کې د بشرالاسد رژیم له سقوط وروسته تېره اونۍ احمد الشرع الجولانی د انتقالی دولت د مشر په توګه وټاکل شو.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ