کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سوریې دولتی آژانس سانا راپور ورکړی، چې د سوریې په لاذقیه او طرطوس ښارونو کې د امنیتی ځواکونو او د بشارالاسد رژیم د پلویانو ترمنځ شدیدې نښتې روانې دی.
راپور وایی، امنیتی ځواکونو د طرطوس په ښار کې د مخالفینو کمینونه مات کړی، ګڼ شمېر وسلې یې ضبط کړې او پر مهمو امنیتی نقطو یې کنټرول ټینګ کړی دی.
دغه راز راپور زیاتوی، چې په لاذقیه کې د جبله او القرداحه سیمو د پاکولو عملیات دوام لری.
د راپور پر بنسټ اضافی نظامی ځواکونه هم سیمې ته رسېدلی او د احمد شرع په مشرۍ د نوی حکومت امنیتی ځواکونه د اسد کورنۍ د اعتبار وړ شخص او د اسد رژیم د هوایی ځواک پخوانی چارواکی جنرال ابراهیم حویجه په نیولو بریالی شوی دی.
سیمه ییزو سرچینو ویلی، نښتو کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتی، خو دقیق شمېر یې لا تر اوسه نه دی څرګند شوی.
بل لور د سوریې د بشری حقونو د څار سازمان ویلی، جبالیه کې د سوریې امنیتی او بشار الاسد رژیم پاتې شونو ترمنځ سخته جګړه کې د پاڅون کوونکو ۷۰ تن وژل شوی دی.
دې بنسټ ویلی، دغو نښتو کې د اسد رژیم لسګونه تنه نور ټپیان او ګڼ یې ژوندی نیول شوی دی.
د طرطوس سیمه ییز چارواکو اعلان کړی، چې د امنیت د ټینګښت لپاره به ګرځبندیز په سیمه ییز وخت د نن شنبې ورځې تر سهار ۱۰ بجو پورې دوام وکړی.
د سوریې حکومت ویلی، امنیتی ځواکونه به د دغو بغاوت کوونکو تر بشپړ ځپلو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ