معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

د سټنډرډ عالي شورا له لوري ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا دوهمه غونډه کې د ساختماني موادو، خوراکي او څښاک توکو، طبي وسایلو، کانونو، نفتي موادو، نساجي توکو، چاپېریالي معیارونو او برېښنایي وسایلو په ګډون ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل.

د غونډې پر مهال اقتصادي مرستیال ویلي، د سټنډرډونو تصویب او تطبیق به ملي تولیداتو ته نړیوال اعتبار ورکړي او د افغانستان اقتصادي ودې ته به زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دا معیارونه به د خلکو د ژوند کېفیت ښه کولو او د هېواد پراختیا په موخه عملي شي.

د سټنډرډ ملي ادارې مشر د دې معیارونو د ارزښت په اړه خبرې کړي او زیاته کړې ده،.چې دا ګامونه به ملي تولیدات په نړیوالو بازارونو کې سیال کړي.

دغه غونډه کې د معیارونو د تطبیق لپاره پر مؤثرو لارو چارو هم بحث شوی او په دې برخه کې د اړوندو ادارو همغږي اړینه بلل شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس