کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزرا اقتصادی مرستیال په مشرۍ د سټنډرډ عالی شورا دوهمه غونډه کې د ساختمانی موادو، خوراکی او څښاک توکو، طبی وسایلو، کانونو، نفتی موادو، نساجی توکو، چاپېریالی معیارونو او برېښنایی وسایلو په ګډون ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل.
د غونډې پر مهال اقتصادی مرستیال ویلی، د سټنډرډونو تصویب او تطبیق به ملی تولیداتو ته نړیوال اعتبار ورکړی او د افغانستان اقتصادی ودې ته به زمینه برابره کړی.
هغه ټینګار وکړ چې دا معیارونه به د خلکو د ژوند کېفیت ښه کولو او د هېواد پراختیا په موخه عملی شی.
د سټنډرډ ملی ادارې مشر د دې معیارونو د ارزښت په اړه خبرې کړی او زیاته کړې ده،.چې دا ګامونه به ملی تولیدات په نړیوالو بازارونو کې سیال کړی.
دغه غونډه کې د معیارونو د تطبیق لپاره پر مؤثرو لارو چارو هم بحث شوی او په دې برخه کې د اړوندو ادارو همغږی اړینه بلل شوې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ