معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د سټنډرډ ملي ادارې یو وار بیا ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته واپس کړل

د سټنډرډ ملي ادارې یو وار بیا ۲۹ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته واپس کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۶ نېټه):
د سټنډرډ ملي ادارې د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي، چې ایران ته یې ۲۹ ټانکره بې کیفیته نور تېل بېرته مسترد کړل.
یادې اداې ويلي، چې په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې يې ۲۹ ټانکره بې کېفیته تېل (ډیزل او پترول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس