کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۶ نېټه):
د سټنډرډ ملی ادارې د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلی، چې ایران ته یې ۲۹ ټانکره بې کیفیته نور تېل بېرته مسترد کړل.
یادې اداې ویلی، چې په تېرو څو ورځو کې د هرات ولایت په اسلام قلعه بندر کې یې ۲۹ ټانکره بې کېفیته تېل (ډیزل او پترول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوی، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ