د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنۍ؛ د افغانانو کنګل شوې پانګه زمونږ حق نه دی

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۲۶مه او د اګسټ میاشتې ۱۷مه نېټه ده) په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې ڼېټې بریدونو کې د وژل شویو وګړو کورنۍ وایی، د افغانانو کنګل شوې پانګه د دوی حق نه دی.
د امریکا (انډیپنډینټ) فارسی ژبې ورځپاڼې خبر ورکړی چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو یوشمېر کورنیو د بایډن له دولت څخه غوښتی چې د افغانستان د مرکزی بانک کنګل شوې پانګه ازاده کړی.
ورځپاڼه وایی، د شاوخوا اتیا قربانیانو کورنیو په یوه لیک کې له جو بایډن غوښتی چې امریکا دې د افغانستان ۳.۵ میلیارده ډالر د قربانیانو کورنیو ته نه ځانګړی کوی.
د دوی په وینا، ځکه چې دا د افغانانو حق دی او باید ژر تر ژره دوی ته وسپارل شی.
په دغه لیک کې راغلی چې له قانونی اړخه د بایډن پرېکړه مشکوکه او له اخلاقی اړخه ناروا ده نو له همدې امله د بایډن ادارې ته په کار ده چې ژر تر ژره د افغانانو پانګه ازاده کړی.
دوی وایی افغانان تر امریکایی وګړو ډېر دغه پیسو ته اړتیا لری نو ځکه یې د بایډن له ادارې د دغه شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږی چې تازه د بایډن ادارې د افغان پانګې په اړه د بحثونو لړۍ درولې ده.
د امریکا دولت له دغه تصمیم وروسته چې په مستقیم ډول د دغه هېواد د جهمور رئیس بایډن تر نظر لاندې ونیول شو چې وروسته یې حکم وکړ چې د دغو شتمنیو ۳،۵ ملیارده ډالره د سپتمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شی.
دغه تصمیم په دې دلیل چې افغانستان او د افغانستان خلک د سپټمبر د یولسمې نېټې په پېښو کې لاس نه درلود د کابل او د یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یو ظالمانه تصمیم وبلل شو.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.