د سپین بولدک ـ چمن تړلې دروازه؛ دواړو خواوو ته په خوراکی او غیر خوراکی توکو بار سلګونه لارۍ ولاړې دی

پنجشنبه، د لړم ۲۶مه
کابل/ګهیځ: وروسته له هغې چې د سپین بولدک او چمن په دروازه کې د افغانی او پاکستانی پوله ساتو تر منځ ډزې تبادله شوې، د پاکستان حکومت دغه دروازه وتړله.
د کندهار د سوداګرۍ خونه وایی د لارې د تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته په وچه او تازه مېوه، سبزجاتو او نور خوراکی او غیر خوراکی توکیو بار سلګونه لارۍ موټرې ولاړ دی.
د دغې خونې مرستیال انجینر عبدالباقی وایی، که د سپین بولدک او چمن تر منځ لاره ژر تر ژر خلاصه نشی د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته به سخت زیانونه واوړی.
ښاغلی عبدالباقی وایی، که څه هم دغه دروازه د پاکستان د سوداګرۍ لپاره حیاتی ارزښت لری خو په خبره یې کولی شی زمونږ سوداګرۍ ته هم زیان ورسوی، ځکه چې زمونږ هېواد یو مصرفی هېواد دی او دغه راز نورو هېوادونو ته د خپلو محصولاتو د صادرات یې هم د سپین بولدک او چمن دروازې له لارې تر سره کېږی.
افغان د سوداګرو هم شکایت کړی، چې که د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار ژر خلاصه نه‌ شی نو تازه مېوې او نور توکی به یې خراب شی او سخت زیانونه به ورته واوړی.
دغه راز یو شمېر مسافر چې ناروغان هم ورسره دی دامهال د کندهار په هوټلونو او اډو کې د لاری خلاصېدو ته انتظار کوی.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت وایی تر هغو دروازه نه خلاصوی چې د پوځیانو قاتل یې نه وی ور ته سپارلی خو افغان چارواکی وایی، چې د تېرې یکشنبې د ورځې نښته د یوې ناسمې پوهېدنې پر بنا وه او کوښښ کوی چې دغه مسئله هواره کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.