د سپین بولدک له لارې هېواد ته ۸۶۰ تنه کډوال را ستانه شول

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت مقام مطبوعاتی مسوولینو ویلی، چئ په تېرو دریو ورځو کې د سپین بولدک له لارې ۱۴۲ کورنۍ، چې په پاکستان کی یې د کډوالۍ ژوند کو، هېواد ته را ستنې شوی دی.
د خبر له مخې د راغلو کډوالو شمېر ۸۶۰ تنه کیږی، چې د سپین بولدک د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو آمریت له لوری ثبت شوی دی.
مسوولین زیاتوی، چې د مرستو او اړینو توکو تر لاسه کولو په هدف یادې کورنۍ UNHCR او IOM موسسو ته ور پېژندل شوی دی.
د ځایی مسوولینو.په وینا د را ستنو شویو کډوالو سره NRC موسسې له لوری هر کس سره د یوه کېټ خوراکی توکو مرسته هم ترسره کړه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.