کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هېواد کې یو شمېر سیاسی څېرو په لومړی ځل د سرپرست حکومت، ولس او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو – اترو لپاره د ډیالوګ مرکز پرانیستی.
د خبر پر بنسټ، د یاد مرکز مسوولینو ویلی چې دغه مرکز کولای شی د سرپرست حکومت، ولس او همدا راز د نړیوالې ټولنې ترمنځ شته اختلافات او ستونزې د خبرو له لارې حل کړی.
بل لور ته د چارو ځینې شنوونکی د دغه مرکز جوړېدل مهم بولی او ټینګار کوی چې د افغانانو ترمنځ خبرې د اوسنیو ستونزو په حل کې اغېزناکې تمامېدای شی.
دغه مرکز په داسې مهال پرانیستل کیږی، چې تر دې وړاندې د سرپرست حکومت چارواکو ویلی وو، چې ملی ډیالوګ ته اړتیا نشته او سرپرست حکومت تل له هېوادوالو او سیاسی څېرو سره ګوری او خبرې – اترې کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ