ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غوایی یا ثور ۲۰مه او د مۍ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) سیګار ویلی چې افغانستان له داسې سختې وچکالۍ سره مخامخ دی چې دې هېواد په وروستیو دریو لسیزو کې نده لیدلې.
د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش ادارې په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او د سره صلیب او د سرې میاشتې د کمېټو په حواله یې ویلی چې په افغانستان کې په منځنی ډول هغه سیمه ډیره کمه شوې چې تر ژمی مخکې پرې غنم کرل شوی دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې FAO ویلی و چې افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې ۲۵ یې سختې وچکالۍ ځپلی چې دې چارې د شاوخوا ۱۴ میلیون وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.
گهیځ