د شاه ولی قرار په اړه د غمرازۍ پیغام

په ژورې خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد پیاوړی او سابقه دار ژورنالیست او لیکوال شاه ولی قرار، د هغه ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه، له نړۍ سترګې پټې کړې او وفات شو. انا لله و انا الیه راجعون
مرحوم استاد شاه ولی قرار چې یو عمر د افغانستان په چاپی رسنیو کې هېواد والو ته د خدمت مصدر ګرځیدلی و، ډېره موده یې د هېواد په دولتی ورځپانه کې د مسؤول مدیر، مسؤول سکر تر او همدارنګه د لیکوال پلاوی د غړی په توګه خدمت کړی دی او د هېواد او هېواد والو له دینی او ملی ارزښتونو څخه د دفاع او ملاتړ په سنګر کې د یوه ژمن سپاهی په توګه پروت و.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې د مرحوم شاه ولی قرار مړینه د هېواد د مطبوعاتو په ډګر کې یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼی د مرحوم پاتې کورنۍ، دوستانو او لارویانو ته تسلیت وایی او له لوی الله جل جلاله څخه مرحوم شاه ولی قرار ته جنت الفردوس او پاتې کورنۍ او دوستانو ته د زړه صبر او اجر غواړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.