کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۱سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ شل اوریز نړیوال جام په ترڅ کې هندوستان د پاکستان په ماتولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لا نور نږدې شو.
دغه لوبه چې د امریکا په نیویارک ښار کې ترسره شوه، هند په کې پاکستان ته د ۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د دې لوبې پچه پاکستان وګټله، چې بیا یې هند ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
هندۍ لوبډلې په ۱۹ ام اور کې ټول لوبغاړی له لاسه ورکړل او د ۱۲۰ منډو هدف یې وټاکه.
یادې لوبډلې ته رېشپ پانټ تر نورو ډېرې ۴۲ منډې وکړې.
پاکستان ته حارث رووف او نسیم شاه درې درې او محمد عامر دوه لوبغاړی وسوځول.
پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یوازې ۱۱۳ منډې وکړې.
په دې لوبه کې د هند لپاره جسپریت بومرا ځلېدونکی توپ اچونکی و، چې د درې لوبغاړو په سوځولو سره غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په شل اوریزو نړیوالو جامونو کې ۷م ځل و، چې هندوستان له پاکستان سیالۍ ګټی او پاکستان بیا یوازې یوه سیالی ګټلې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ