ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د زمری/اسد ۱۹مه او د اګسټ میاشتې ۱۰مه نېټه ده) د هر ټن صادرېدونکی شوکاڼی تعرفه له پنځه سلنه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی چې بهر ته د صادرېدونکو غیر پروسس شویو شوکاڼو د هر ټن ګمرکی تعرفه چې پخوا یوازې پنځه سلنه وه، تر دې وروسته ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده.
د دې پرېکړې پر بنسټ د پروسس شویو یا پوډر شویو شوکاڼو د هر ټن ګمرکی تعرفه لس سلنه ټاکل شوې ده.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د تعرفې کمېټې د پرېکړې له مخې د سرب نیمه قیمتې ډبرو ګمرکی تعرفه هم له دوه نیم سلنې شل سلنې ته لوړه شوې ده.
سرچینه وایی چې دا پرېکړه د روان کال د وږی له شپاړسمې نېټې وروسته د پلی کېدو وړ ده.
گهیځ