د شوکاڼی په قاچاق کې د اضافه بار موټرو له امله د شینوارو او جلال آباد ښار سړکونه ویجار شوی
راپور: ایمل ظاهر
د ګهیځ د ترلاسه شویو موندنو له مخې د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د شوکاڼو اضافه بار موټرو ته د چارواکو له خوا د بډو اخېستو په بدل کې د تګ – راتګ اجازه ورکول کېږی، چې له امله یې د شینوارو ټولو ولسوالیو او جلال آباد ښار ځینې سړکونه کنډ – کپر شوی دی.
له ګهیځ سره د شوکاڼو ځینو کاروباریانو او ځایی چارواکو په شویو مرکو کې ویلی، چې هر باروړونکی موټر کې تر اویا ټنو پورې شوکاڼی ځاییږی، خو مسؤولینو د دې لپاره چې سړکونه ویجاړ نه شی، یواځې تر ۳۲ ټنو پورې بار وړلو ته اجازه ورکوی، اما د ګهیځ لخوا شوې څېړنه کې دا په ډاګه کېږی، چې د دغو لارو په اوږدو کې هغه موټرې چې شوکاڼی لېږدوی، د کاروباریانو د ادعا خلاف څو برابره په زیاته اندازه بار وی او د ګاډی هېڅ برخه تشه نه پاتې کېږی.
بل لور ځایی اوسېدونکو هم ګهیځ سره په خبرو کې یادونه کړې چې له سپین غر ولسوالۍ څخه د شوکاڼو موټرې قانونی وزن څخه زیاتو بار وړونکو موټرو د سپین غر، غنی خېلو او کوټ ولسوالیو سړکونه په لویه کچه زیانمن کړی دی.
د دوی په وینا اضافه بار موټرو کې شوکاڼی هره ورځ له سپین غر ولسوالۍ څخه جلال آباد ښار اوومې ناحیې اړوند شیخ مصری ښارګوټی ته د پروسس لپاره وړل کېږی، چې د انتقال په جریان کې له سپین غر ولسوالۍ څخه تر شیخ مصری ښار ګوټی پوری ټول سړکونه د لویو موټرو د زیات وزن له کبله کنډ – کپر شوی دی.
ګهیځ ته ځینو پټو سرچینو ویلی، چې اوس مهال په هر باروړونکی موټر کې له پنځوسو تر اویا ټنو شوکاڼی باریږی، په داسې حال کې چې حکومت د سړکونو د ساتنې په موخه یواځې شل ټنه وزن ته اجازه ورکړې.
موږ ته د رسېدلو اطلاعاتو له مخې د سپین غر ولسوالۍ سیمه ییز پولیس هم په دریو چک پوسټونو کې له هر موټر څخه د موټرو اضافه وزن له امله دوو سوو څخه نیولې تر څلور سوو پاکستانۍ کلدارو پورې پیسې اخلی او د ولسوالۍ چارواکی بیا له هر موټر څخه دوه – دوه زره افغانۍ اخلی، چې په مقابل کې یې اضافه بار موټرو ته د تګ اجازه ورکوی.
د سیمې اوسېدونکی ډاکټر نورالرحمان شینواری چې د ځوانانو په عالی شورا کې د سپین غر ولسوالۍ د خلکو استازی هم دی، په دې تړاو وایی:
((د شوکاڼی د قاچاق او د درندو بارونو وړلو له امله د سړکونو خرابېدو په اړه موږ لاریونونه وکړل، خو چا مو غږ وانه ورېد. لارۍ والا په موټر کې شپېته ټنه هم باروی اویا ټنه هم باروی، مونږ چې ولسوالۍ ته لاړو، ولسوال ته مو وویل چې زمونږ سړکونه ورانیږی د دې مخه ونیسئ! هغوی هم غلی دی؛ ځکه دوی ته د هر موټر په سر دوه – دوه زره افغانۍ ورکوی.))
ملتان شینواری چې د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی دی وایی، ځایی چارواکو ته یې هم په دې تړاو خپل غږ رسولی خو په خبره یې د مخنیوی لپاره یې عملی ګامونه نه دی اخېستل شوی.
دی وایی:
((وروره ولسوال خپله له هر موټر نه پیسې اخلی، محلی پولیس هم د هر موټر نه خپله برخه پیسې ترلاسه کوی. څوک به یې مخنیوی وکړی؟
زمونږ ټول سړکونه په منځ سره بیل دی دا ولې؟ ځکه چې هغوی ته هم په کې خپله برخه ور رسېږی. هغوی سره زمونږ د دې سړکونو څه غم دی؟))
سمیع الله او محمد رحیم د سپین غر له ولسوالۍ څخه د شوکاڼو د انتقال دوه هغه موټر چلوونکی دی، چې په مستعارو نومونو له ګهیځ سره غږېدلی دی.
دوی چې خپل هویټ پټ ساتل غواړی، منی چې د لارې په اوږدو کې ترې د محلی پولیسو په پوستو کې یوه اندازه پیسې اخیستل کېږی، خو د ځایی چارواکو یا ولسوال له لوری د شوکاڼی پر سر د پیسو له اخیستو ځان له دې امله ناخبره بولی، چې په خبره یې له دوی څخه یې لاس په لاس پیسې نه دی ترلاسه کړی.
له دوی مو وپوښتل چې ځایی چارواکی د اضافه بار موټر پر سر له کوم چا او چېرې پیسې اخلی؟
له دوی څخه یو یې په دې اړه داسې ځواب راکړ:
((والله درې ځایه د پاڅون کوونکو او سیمه ییزې اردو پوستو باندې تېرېږو. هغوی مو همداسې تګ ته نه پریږدی. پیسې اخلی خو دومره ډېرې نه دی. که سل مو ورکړې، دوه سوه او که څلور سوه بیا څه نه وایی. ولسوال یا قومندان که پیسې اخلی یا نه، مونږ ته یې معلومات نشته ځکه مونږ خو ډریوران یو. د شوکاڼی سوداګر نور خلک دی او مونږ خو یواځې موټر چلوونکی یو.))
ننګرهار کې د شوکاڼی اتحادیې مشر حاجی دلاور جرنیل زاده هم د ځایی هستوګنو ادعاوی بې اساسه نه بولی.
نوموړی زیاتوی چې د شوکاڼو غیرې قانونی استخراج لا هم په سپین غر ولسوالۍ کې دوام لری.
هغه وایی:
((د شوکاڼی اضافه بار بلکل حقیقت لری. دا د نن خبره نه ده. له ډېره وخته دوام لری. ناقانونه استخراج یې هم دروغ نه دی؛ ځکه دوی د ډېر کم استخراج شوی شوکاڼی د لېږد لپاره نږدې دوه میاشتې وخت ورکړی ؤ، خو اوس د هغې لس چنده ډېر له سپین غر ولسوالۍ نه راوړل شوی او لا هم راوړل کېږی. ټولې ادارې خبرې دی چې دې نه څوک پیسې اخلی؟ ولسوال یې ترې اخلی. نظامیان یې ترې اخلی. یو ولسمشر نه غیر نور د معادنو په ناقانونه استخراج کې ټولو وړو او لویو چارواکو ته سهم رسېږی.))
هڅه مو وکړه چې سپین غر ولسوالۍ کې د سیمه ییزی اردو د مشرانو نظر هم واخلو، خو زموږ د مکررو هڅو سربېره هم په دې اړه موږ سره خبرو کولو ته څوک حاضر نه شول.
بل خوا د سپین غر ولسوالۍ ځایی چارواکی په شوکاڼو اضافه بار لاریو څخه د پیسو اخیستل مطلق ردوی او دا د ځایی اوسېدونکو له لوری د ولسوالۍ په چارواکو تورونه یادوی.
د سپین غر ولسوالۍ ولسوال حاجی محمد یاسین بابر وایی:
((پخوا دا ستونزه وه خلکو هم شکایتونه وکړل مونږ دا موضوع له ولایتی ادارې سره شریکه کړه. هغوی مونږ ته هدایت وکړ چې موټرونو ته به له دوه څلوېښت ټنو څخه د اضافه بار لپاره اجازه نه ورکوئ! مونږ هم دلته هر موټر ګورو، چې وزن یې زیات وی، اجازه نه ورکوو.))
له ولسوال څخه مو وپوښتل چې دوی بار وړونکو ګاډو کې اضافه وزن د څه شی په ذریعه معلوموی او که اضافه بار موټری ونیسی، نو جریمه یې څه ده؟
هغه یې په ځواب کې وویل:
((موږ دلته کنډه یا ترازو نه لرو، خو موټر ته ګورو چې مونږ ته یې وزن نظری زیات ښکاره شی، بیا ترې شوکاڼی کموو او که ولایتی اداره ورته دلته په سپین غر ولسوالۍ کې کنډه نصب کړی، نو بیا به یې مخنیوی اسانه شی. اوس دوی ځی، هلته جلال آباد کې تلل کېږی. که وزن یې اضافه وی، نو بیا هم نغدی جریمه کېږی او هم ترې شوکاڼی کمیږی.))
هڅه مو وکړه چې ننګرهار کې د سړک جوړونې او څارنې ادارې نظر هم په دې وپوښتو، خو د څو ورځو انتظار وروسته یې هم د نظر په اخیستلو ونه توانېدو؛ ځکه د دې ادارې پخوانی آمر له دندې لرې شوی. ومو غوښتل چې نوی ټاکل شوی آمر سره په دې اړه وغږېږو، خو د پرلپسې اړیکو سره بیا هم نوموړی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نشو. د معلوماتو اخیستلو لپاره یی یاد آمریت ته لاړو، خو د ادارو نورو غړو د سړک جوړونې د څارنې اداری آمر د نشتون خبره کوله. له همدې امله تر ډېرو هڅو وروسته هم نوموړی سره په خبرو کولو ونه توانیدو.
د ننګرهار ولایتی ادارې نظر مو له بار بار هڅو وروسته د شوکاڼی په غیرې قانونی استخراج، او په کې د شته فساد په تړاو ترلاسه کړ.
د ننګرهار والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی منی چې د شوکاڼی په انتقال کې له ټاکلی اندازې د زیات بار پر سر له موټر چلوونکو ځایی چارواکی او هلته مېشت نظامیان پیسې اخلی، چې له امله یې سړکونه هم ویجاړ شوی، خو وایی د مخنیوی لپاره یې ولایتی ادارې د سیمې ملکی او نظامی چارواکو ته جدې سپارښتنې کړی.
که څه هم ولسوال تر دوه څلویښت ټنو پورې په شوکاڼی بار موټر قانونې بولی، خو ولایتی اداره بیا وایی، دوی له شلو ټنو د ډېر بار لپاره اجازه نه ده ورکړې او تر هغې ډېر وزن غیر قانونی دی.
خوګیاڼی وایی:
((لومړی خو چې کومه پرېکړه شوې، د مرکز هدایت دی، په ننګرهار کې چې کوم کانونه پروسس شوی، هغه باید ولېږدول شی او کوم چې استخراج شوی هغه باید پروسس شی. د هغې نه وروسته لېږد ته ورته زمېنه برابره شی. د مرکز د هدایت له مخې هېڅوک حق نه لری، چې نوی استخراج وکړی او دې برخه کې به تازه دمی هدایت هم ولسوال صاحبانو سره شریک شی. دوهم دا چې د سړکونو د تخریب مخنیوی دې وشی. دوی ته یو ټاکلی حجم ټاکل شوی چې واړه بار وړونکی موټر چې هغه تقریبا شل ټنه شوکاڼی لېږدوی، دوی په سړکونو تګ – راتګ کولی شی، تر څو د سړکونو د تخریب مخنیوی وشی. له دې ډېر وزن لپاره اجازه نه ورکول کېږی، خو له بده مرغه دې برخه کې ستونزې شته مونږ یې نه ردوو، اما د فساد زمینه تر ډېره لېږدوونکو خپله برابره کړې، نو که فساد کېږی، دواړه خواوې لېږدوونکی او هلته د ادارو کار کوونکی یې کوی. مونږ ملی امنیت، امنیه قومندان او ولسوال صاحبانو ته په ټینګار سره ویلی، چې د دې مخنیوی وکړی، تر څو د سړکونو د تخریب مخنیوی وشی.))
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د شینوارو یو شمېر اوسېدونکو په شینوارو کې د شوکاڼی اضافه بار موټر د تګ – راتګ پر ضد لاریون کړی ؤ او ولایتی ادارې ژمنه کړې وه، چې د مخنیوی لپاره به یې اقدامات کوی، خو د ځایی خلکو په وینا چې لا یې هم د مخنیوی لپاره عملی ګامونه نه دی اخېستل شوی.
گهیځ