د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست د بغلان دوشی ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت له آمر سره د سالنګ د بدیلو لارو په نظم خبرې کړی.
د خبر پر بنسټ د بغلان امنیې قومندانۍ ویاند ویلی، چې د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوی او دغه لاره د هر ډول موټرو د تګ‌-راتګ پرمخ تر نامعلومې نېټې تړل شوې ده.
د مسوولینو په خبره د شیبر او خاواک لارې د سالنګ د بدیلې لارې په توګه انتخاب شوی دی.
امنیه قومندانی هڅه کوی څو مسافرو ته په دې لارو کې ترافیکی او امنیتی اسانتیاوې رامنځ ته کړی.
د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمې لارې شمېرل کیږی، چې د هېواد نهه شمالی ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.