کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، د صنعتی سیمو قانون چې تازه توشیح شوی په اجرایی مرحله کې دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د صنعتی سیمو قانون په دریو امارتی، مشارکتی او خصوصی برخو کې ترتیب او توشیح شوی دی.
یاد وزارت ویلی، دغه قانون د ځمکو د توزیع مدیریت، د صنعتی سیمو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصادی ودې او پراختیا، د پانګونې زمینې برابرولو او د صنعتی ساحو د ساتنې په موخه توشیح شوی دی.
دغه وزارت زیاته کړې، د دې قانون په رڼا کې به یوې کمېټې ته دنده وسپارل شی، چې صنعتی پارکونو کې د ځمکو وېش ته لاره هواره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ